دولسی جرګې اتونویو وکیلانو دتحلیف مراسم پر ځای کړل
سلام خان سلام خان

په داسې حال کې چې د افغانستان د پارلماني ټاکنو څخه څه نا څه یو کال تیریږي، د دغو ټاکنو د پایلو پر سر جنجال لا تو اوسه پورې هم روان دی. د ډیر جنجالونو وروسته، ولسمشر کرزي د افغانستان د ټاکنو کمیسیون ته دنده وسپارله چې د ټاکنو کړکیچ ته د حل لاره پیدا کړي ،د ټاکنو کمیسیون د پارلمان نهه پخواني وکیلان سلب صلاحیت کړل او پر ځای یې نهه نوي کسان وروپیژندل.

د هغو نهو تنو وکیلانو له ډلې څخه چې په وروستیو کې د ټاکنو د کمیسیون لخوا بریالي اعلان شوي اتو تنو يې نن «شنبه» د سختو امنیتې تدابیرو په ترڅ کې او د سلګونو امنیتي ځواکونو په حضور سره د تحلیف مراسم پر ځای کړل ،هغو وکیلانو چې تازه یې د ټاکنو د کمیسیو څخه اعتبار لیکونه تر لاسه کړي نن سهار وختي د سختو امنیتی تدابیرو په ترڅ کې د افغانستان پارلمان ته راغلل. د پارلمان په ننۍ غونډي کې یوازي د اصلاح غوښتونکو د اییتلاف غړو حضور درلود ،نن سهار وخته د پارلمان په شاوخوا کې ډیر شمیر افغان امنیتی ځواکونه او د وکیلانو ساتونکي لیدل کیدل چې د دغو دواړو ډلو تر منځ د شخړې د کیدو اندیښنه یی رامنځ ته کړي وه، خو د قانون څخه د حمایت اییتلاف اعلان وکړ چې ټول اعمال به یې د قانون په چوکاټ کې وي او داسې کوم کار په و نه کړي چې د شخړې د رامنځ ته کیدو سبب شي د قانون څخه د ملاتړ د اییتلاف غړو چې شمیر یې څه نا څه 100 کسانو ته رسیږي د پارلمان ننۍ غونډې ته د ننوتو اجازه تر لاسه نه کړه دولسی چرګی دسنبی دور ځي په غونډه کی ډیرو لږ و کیلانو اشتر اک در لود.

د ولسي جرګې مشر، عبدالروف ابراهیمي، د نوو وکیلانو د تحلیف مراسم تر سره کړل. دا په داسې حال کې ده چې د نوو وکیلانو له ډلې څخه یو یې د تحلیف په مراسمو کې حاضر نه وو،د تحلیف د مراسمو په وخت کې په سلګونو امنیتي ځواکونه د افغانستان د پارلمان د ودانۍ په شاوخوا کې حاضر ول. د افغانستان د ولسي جرګې د 249 استازو له ډلې څخه یوازې څه نا څه 40 تنه یې د نوو وکیلانو د تحلیف د مراسمو په غونډې کې حاضر ول ،د قانون څخه د ملاتړ اییتلاف هڅه وکړه چې هغه نهه وکیلان چې د ټاکنو د کمیسیون لخوا سلب صلاحیت شوي پارلمان ته دننه راولي خو افغان امنیتي ځواکونو د دغه کار مخنیوی وکړ ،دغه اییتلاف د ټاکنو په وروستیو پایلو کې د لاسوهنې خلاف دی. وروسته له هغې چې د دغه اییتلاف غړي و نه توانیدل چې سلب صلاحیت شوي وکیلان د ځان سره د افغانستان پارلمان ته رادننه کړي، هغوی د پارلمان په غونډې کې د ونډه اخیستلو څخه ډډه وکړه ،د خبرونو له مخې همدا اوس يو زيات شمېر پوليس او امنيتي کارکوونکي د ولسي جرګې مخې ته راټول شوي، چې د احتمالي اړودوړ مخه ونيسي. ولسي جرګه د ټاکنو د کميسون پر سر پر دوو برخو ويشل شوې ، چې يوه برخه يې د حاجي ظاهر په مشرۍ ځانونه د قانون مدافعين بولي او بله يې ځانونه سمونپالي يا اصلاح غوښتونکي بولي

 ولسي جرګې ټاکنې تېر کال د وږي په ٢٧مه ترسره او د ټاکنو خپلواک کمېسيون يې وروستۍ پايلې اعلان کړې، چې بيا وروسته د ولسمشر له خوا ملي شورا پرانېستل شوه ،خو کله چې په ټاکنو کې د درغليو له امله د يادو ټاکنو پايلې د لويې څارنوالۍ له خوا ناسمې وبلل شوې، د دې موضوع لپاره د سترې محکمې په وړانديز او د ولسمشر په منظورۍ ځانګړې محکمه جوړه شوه ،دغې محکمې تر څېړنو وروسته ٦٢ معترض کانديدان د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته معرفي کړل، څو له دې لارې ولسي جرګې ته وروپېژندل شي،که دا پرېکړه، چې د ياد کمېسيون او ولسي جرګې له سخت غبرګون سره مخ شوه او ناقانونه يې وبلله، پلې شوې واى، نو د جرګې ٦٢ غړيو د جرګې غړيتوب له لاسه ورکاوه ،د ځانګړې محکمې پرېکړه د استيناف محکمې ته ولېږل شوه او استيناف د ټاکنيزو لانجو په اړه ولسمشر ته واک ورکړ.ولسمشر د يوه حکم په صادرولو سره د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته دنده وسپارله، چې د دې موضوع حقوقي برخه ژر بشپړه کړي.استيناف محکمې د ځانګړې محکمې د پرېکړې په اړه ولسمشر ته واک ورکړ، چې په اړه يې تصمييم ونيسي ،د ولسمشر د حکم په صادرولو سره د ١٣٨٩لمريز کال د ولسي جرګې ټول موضوعات، چې د ټاکنو له خپلواک کمېسيون پرته په هره بله مرجع کې تر دوران لاندې و، بشپړ وګڼل شول ،خو په حکم کې راغلي، چې له ټاکنيزو سرغړونو پرته جرمي موضوعات، چې د ټاکنو د قانون په ٦٣مه ماده کې ياد شوي، له دغه حکم څخه مستثنا دي.وروسته د ټاکنو خپلواک کميسيون نهه تنه معترض کانديدان جرګې ته معرفي کړل خو دغه پرېکړه په جرګه کې له قانون څخه د ملاتړ ايتلاف له سخت مخالفت سره مخ شوه.د ټاکنو خپلواک کمېسيون دغه پرېکړه په داسې حال کې وکړه چې  مشر يې مخکې ويلي وو، چې د کمېسيون له خوا د ټاکنو په اعلان شويو پايلو کې بدلون نه دى شونى او هېڅ ارګان، ان په خپله کمېسيون هم په کې بدلون نه شي راوستلاى.پای


September 4th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها